الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې زرغونې سیمې له غصب بېرته آزادې شوې

2 دلو 1402

11109.jpg (1820 × 1024)

له غصب د ښاري سیمو د آزادولو په لړ کې د دولسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې یو شمېر زرغونې سیمې له غصب بېرته آزادې شوې. د یادې ناحیې د مسئولانو په وینا؛ په غصب شویو زرغونو سیمو کې ناقانونه تاسیسات پاک شول او دا لړۍ به په بشپړه توګه له غصب د زرغونو سیمو تر آزادولو پورې دوام ولري. زرغونې سیمې عامه ملکیتونه دي چې، په ټولو ښاریانو پورې اړه لري او هېڅوک ترې د شخصي ګټې اخیستنې حق نه لري. د یادې ناحیې په نورو سیمو کې به هم پاتې غصب شوې زرغونې سیمې د غاصبانو له منګولو وژغورل شي. د دولسمې ناحیې د مسئولانو په وینا؛ په دې عملیاتو کې په سړکونو، پلو لارو او نورو عامه ځایونو کې شته خنډونه هم پاک شول