الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

3 دلو 1402

11113.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلي قاري انعام الله قاضي زاده د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو د نوي رئیس او مولوي عبدالخالق بدر د شپږمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوي او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه،د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: دا ګمارنې د لیاقت او وړتیا له مخې ترسره شوې دي او نوي مسئولین به په پوره ایماندارۍ او رښتینولۍ سره خلکو ته خدمت وکړي. ښاغلي حقاني څرګنده کړه چې، د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه، په اداره کې بدلون یو اصل دی او هيله يې وښوده چې،د خلکو د همغږۍ چارو او د شپږمې ناحیې نوي مسئولین به خپلې چارې په غوره توګه ترسره کړي