د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په بازارونو کې د روغتیا ساتنې له اړخه د اصنافو فعالیتونه وڅارل شول

4 دلو 1402

11118.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د اصولو او قوانینو له مخې، د پنځمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې په بازارونو کې د روغتیا ساتنې له اړخه  د اصنافو فعالیتونه وڅارل شول او سرغړونو ته رسېدنه وشوه. د پنځمې ناحیې د مرستیال رفیع الله احمدزي په وینا؛ د نانوایانو او رستورانتونو د روغتیا ساتنې څرنګوالی و ارزول شو او د هغو فعالیت کوونکو چې، ښاري او روغتیایي اصول او مقررات یې په پام کې نیولي وو، د هڅولو تر څنګ، سرغړونکو ته له تادیب سربېره د ښاري اصولو په اړه معلومات ورکړل شول. دغه راز په لویو پلورنځیو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د نیټې او کیفیت له څرنګوالي هم څارنه وشوه چې، په پایله کې یې یوه اندازه تېر وخته او بې کیفیته توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول او فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه چې، خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. په پنځمه ناحیه کې به د بازارونو نظم په دوامداره توګه څارل کېږي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي. همدا شان فعالیت کوونکو ته سپارښتنه شوې ده چې، په پلو لارو، سړکونو او نورو عامه ځایونو کې د ښاري بې نظمۍ لامل ونه ګرځي