د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا، د سلیم کاروان له څلورلارې څخه تر شهیدهنګرها څلورلارې پورې د دوه کیلومترو په اوږدوالي سره سړک د جدولونو نصبولو او بیا رغونې چارې روانې دي. د سړکونو د بیا رغونې آمر انجنير شريف الله قادري په دې اړه وويل: هغه جدولونه چې د بیا رغونې وړ نه وي؛ پر ځای به یې نوي جدولونه نصب او پاتې نور به یې په معیاري ډول بیا ورغول شي. د سړکونو جدولونه، د ترافيکي بهیر د ويش، د ښايست رامنځته کولو او دګلدانونو د پراختیا په برخو کې د اهمیت وړ دي
د سلیم کاروان او هنګرها څلورلارو تر منځ غځېدلي سړک د جدولونو دبیا رغونی چارې روانې دي
4 دلو 1402