د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:30 ق-ظ
لمر راختل 5;55 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:30 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.18 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

4 دلو 1402

11122.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې او اوولسمې ناحیې اړوند له نادریه لیسې څخه تر سرای شمالي څلورلارې پورې د بادام باغ نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او اوس مهال یې د یو شمېر برخو په کیندلو او د سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو کار روان دی. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: دا سړک په ټولیزه توګه ۳۲۸۹ متره اوږدوالی لري چې، ۲۰۰۰ متره یې ۳۰ متره او ۱۲۸۹ متره یې ۲۰ متره سور لري او په بنسټیزه توګه به جوړ شي. نوموړي له ټولو ښاریانو او هغه ادارو چې، د یاد سړک په اوږدو کې پرتې دي غوښتنه وکړه چې، د خنډونو د پاکولو، د برښنايي ستنو د لیږد، د انټرنیټي او د اوبو رسونې شبکو د تنظیم په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دا مهم نښلوونکی سړک شمال د ښار له مرکزي برخو سره نښلوي چې، په جوړېدو سره به یې د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او د سرای شمالي او کارته پروان سیمو په ترافیکي برخه کې به غوره بدلون راشی