الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې به د یوه کانال د جوړولو چارې ډېر ژر بشپړې شي

4 دلو 1402

11124.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې سر اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند په امنیت پروژه کې د یوه کانال د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه کانال (۱۲۹۷) متره اوږدوالی، (۱.۹) متره سور او له (۱،۲) څخه تر(۲،۲) مترو پورې ژوروالی لري چې، په معیاري توګه به جوړ او د امنیت پروژې د ځمکې سر اوبه به لوګر سیند ته ولیږدوي. اوس مهال د یاد کانال شاوخوا د (۳) مترو په سور سره برخو د پیاوړي کولو ( جغل اچولو او هوارولو) او د نښلوونکو لښتیو د جوړولو چارې روانې دي. د ياد شوي کانال د جوړېدو له بېلابېلو پړاوونو څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنيران د کار د کيفيت د تضمين په موخه، خپلې فني او تخنيکي څارنې ترسره کوي. د دې کانال په جوړېدو سره به د ځمکې د سر اوبه مدیریت، او د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي