د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم و څارل شو

5 دلو 1402

11136.jpg (1820 × 1024)

د قانون په چوکاټ کې دښاري ژوند د رامنځته کېدو په موخه، د درېیمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې په بازارونو کې د ښاري اصولو او مقرراتو له اړخه ښاري نظم وڅارل وشو او یو شمېر سرغړونو ته رسېدنه وشوه. د یادې ناحیې د مارکیټونو د تنظیم مدیر سیدمرتضی هاشمي په دې اړه وویل: په پلو لارو او سړکونو کې شته خنډونه پاک شول او دغه راز هغه ګرځنده  کراچۍ چې، د عامه لارو د بندېدو لامل ګرځېدلې وې، بدیلو سیمو ته ولیږدول شوې. نوموړي زیاته کړه : د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، یوه اندازه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه له بازارونو راټول شول او فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د خپل فعالیت په سیمه کې ښاري اصول په پام کې ونیسي؛ او د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د قانونمند او.منظم ښاري ژوند د رامنځته کېدو په موخه به، د دریمې ناحیې د بازارونو نظم په دوامداره توګه تر څارنې لاندې نیول کیږي