الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوه روغتون کې د طبي کثافاتو د لېږد له څرنګوالي څخه څارنه وشوه

5 دلو 1402

11138.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې اړوند د یوه شخصي روغتون له لوري د طبي کثافاتو له بې ځایه اچولو څخه مخنیوی وکړ. د یادې ناحیې د تنظیف مدیر جان آغا جوینده په دې اړه وویل: د دې روغتون له استازو څخه ژمنه واخیستل شوه چې، د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د طبي کثافاتو د ښه مدیریت او د هغو د زیان د مخنیوي په موخه، مخکې له دې د روغتونونو مدیرانو ته سپارښتنه شوې وه چې، د خپلو طبي کثافاتو د جلا کولو، راټولولو، لیږد او سوځولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، لارښوونې تعقیب او د چاپېریال له ککړتیا څخه ډډه وکړي