د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

5 دلو 1402

11140.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري او د شپږمې ناحیې د مسئولینو په مرسته، د یادې ناحیې له سیمه ییزو شوراګانو سره د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په پیل کې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د دا ډول غونډو له جوړېدو څخه موخه، د ښار پر وړاندې د مسئولیت را ژوندي کول وبلل او ویې ویل: د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې ټول دیني او ملي مسئولیت لرو. دغه راز د شپږمې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب قاري محمد قسیم ژمنه وکړه چې، له لوګي تولیدوونکو او غیر معیاري سون توکو څخه به ګټه نه اخلي او د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر د شتون او څرنګوالي په برخه کې به د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره مرسته کوي. په همدې توګه ګډونوالو د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه په ډاګه کړل او ټینګار یې وکړ چې، د سړو په موسم کې دې د لوګي تولیدونکو توکو له سوځولو ډډه وشي ځکه، د هوا ککړتیا د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول