الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د خلکو د چارو د همغږۍ ریاست د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو له رئیسانو سره غونډه وکړه

7 دلو 1402

11142.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خلکو د چارو د همغږۍ ریاست، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو د شوراګانو له رئیسانو سره د چاپیریال او ښاري ستونزو د پېژندنې او د هغو د حل په موخه غونډه وکړه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خلکو د چارو د همغږۍ رئيس قاري انعام الله قاضي زاده خبرې وکړې او وې ويل: د چاپېريال او ښاري ستونزو په پېژندلو او د هغو په حلولو کې د ګذر وکيلانو ونډه رغنده او ګټوره ده. ښاغلي قاضی زاده زیاته کړه: د ګذر وکیلان باید خپل موکلین خپلو شخصي او ټولنیزو مسوولیتونو ته ځیر او د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کولو کې د پخوا په پرتله خپل دیني او ملي مسوولیتونه ادا کړي. دغه راز  د ناحیو د ګذر وکیلانو د شوراګانو رئیسانو د هر ډول مرستو ژمنه وکړه او خپلې یو شمیر چاپیریالي او ښاري ستونزې یې دکابل ښاروالۍ د خلکو د چارو د همغږۍ له رئیس سره شریکې کړې چې د اړینو امکاناتو په پام کې نیولو سره به ورته رسیدنه وشي