الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۷۲ سلنه مخته تللې دي

7 دلو 1402

11144.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل د لومړۍ برخې د سړک جوړولو پروژه چې، سږ کال د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وه، (۷۲) سلنه پرمخ تللې ده. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې (٣٧١٠) متره اوږدوالى او (٢٧) متره سور لري، د دویمې طبقې د قیر کولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې او د ترافيکو پر مخ به پرانيستل شي. د خیرخانې  کوټل سړک د لومړۍ برخې د سرک جوړولو په پروژه کې، له سرای شمالي چوک څخه د کوتل تر بازار پورې کیڼ اړخ ته د لښتیو، پلولارو، استنادي دیوالونو، تمځایونو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو جوړول شامل دي او هڅه کیږي چې ژر يې چارې بشپړې او له ترافیکي ګڼه ګوڼې مخنیوی وشي