د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک د جوړولو چارې ۶۱ سلنه مخته تللې دي

7 دلو 1402

11146.jpg (1820 × 1024)

 د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې سړک د جوړولو چارې چې، په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې دې، تر اوسه (۶۱) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پرژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دغه سړک د جوړولو چارې د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره روانې دي. اوس مهال له اتمې امنیتي حوزې څخه د کارته نو سړک په لور د یاد سړک د پاتې بنسټیزې برخې د جوړولو کار روان دی چې، د هوا د ښه والي په صورت به یې قیر چارې هم ترسره او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. یاد سړک په ټولیزه توګه (۳۳۰۰) متره اوږدوالی لري چې، له ستانکزي بلاکونو څخه د اتمې حوزې تر څلورلارې پورې یې قیر چارې څه موده وړاندې ترسره شوې دي. ورته مهال د سړک د پلو لارو، ګلدانونو او نورو جزئیاتو په جوړولو هم کار روان دی