الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د جبارخان کانال د دویمې برخې د جوړولو چارې، ۷۸ سلنه مخته تللې دي

7 دلو 1402

11148.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند د جبارخان کانال د دویمې برخې د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، تر دې دمه (۷۸) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د یاد کانال دویمه برخه (۱۳۹۰)متره اوږدوالی لري چې، (۸۵۰) متره یې له تیږو څخه او (۵۴۰) متره نوره برخه یې په کانکرېټي بڼه د جوړېدو په حال کې ده. دغه کانال (۱.۵) متره سور او (۲.۱) متره ژوروالی لري چې، د ځمکې د سر اوبو د تنظیم او مدیریت په برخه کې له خورا اهمیت څخه برخمن دی. د یاد کانال په جوړېدو سره به سړکونو ته د اوبو راختلو ستونزه هم حل شي.