الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې له بازارونو څخه یوه اندازه بې کیفیته توکي راټول شول

8 دلو 1402

11152.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، (۱۵۸۱) کیلو ګرامه  بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز ( ۱۱۵) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د پنځلسمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر محمد ادریس وویل: له ټولو ښاریانو په ځانګړې توګه د پنځلسمې ناحیې له اوسېدونکو څخه غوښتنه کوو چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او همدا شان اصنافو ته هم  سپارښتنه کېږي څو د بې کیفته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او په ښار کې د غږیزې ککړتیا لامل نشي