د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ناقانونه تاسیساتو او خنډونو د پاکولو لړۍ روانه ده

8 دلو 1402

11154.jpg (1820 × 1024)

د ښار په کچه په بېلابېلو ناحیو کې له پلو لارو، زرغونو سیمو او سړکونو د ناقانونه تاسیساتو او خنډونو د پاکولو لړۍ روانه ده. په وروستیو کې د اتمې ناحیې د مسئولانو له له لوري له ښاري سیمو ناقانونه تاسیسات او خنډونه پاک شول او اوس مهال د یادې ناحیې په ډیری سیمو کې قانوني ښاري ژوند رامنځته شوی دی. په همدې توګه د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو له غصب د ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې هم ګټورې کړنې ترسره شوې دي او هڅه کیږي چې، ټولو ښاریانو ته ښاري سوکالي رامنځته شي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، پلې لارې، سړکونه، زرغونې سیمې او نورو عامه ملکیتونه له غصب را وګرځوي او د ټولو ښاریانو په واک کې یې ورکړي. د اتمې ناحیې د مسئولانو په وینا؛ له پاکو شویو سیمو ناقانونه تاسیسات لیږدول شوي او په دوامداره توګه ترې څارنه کیږي