الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په زیان منونکو سیمو کې د لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي

9 دلو 1402

11158.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې سر اوبو د تنظیم، مدیریت او د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري په دهن باغ، قوای مرکز، لب جر او ورڅېرمه سیمو کې د لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: دغه کانالونه او لښتي د ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو له امله بند شوي وو چې، اوس بیا ځلي په بنسټیزه توګه پاکیږي څو سړکونو ته د اوبو له را ختلو مخنیوی وشي. له ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د لښتیو او کانالونو پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د یو شمېر ښاریانو بې مسؤلیتي د دې لامل کیږي چې د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي ډېر زیار وګالي