د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کسبګرو او هټیوالو خونې له غړو سره وکتل

9 دلو 1402

11160.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې له رئیس شیرین آغا او د یادې خونې له غړو سره د بېلابېلو اصنافو د وضعیت غوره کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د کسب کارانو او هټیوالو خونې د غړو نظرونه واورېدل او ویې ویل: اصنافو ته د ښاري آسانتیاوو رامنځته کول لومړیتوب او ژمنه یې وکړه چې، د ښاریانو د خادم په توګه به ټولو چاپیریالي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي. نوموړي د ښار اقتصادي وده د هټیوالو او کسبګرو په شتون پورې تړلې وبلله او له دوی څخه د ملاتړ په برخه کې یې خپل پلانونه شریک کړل.  کابل ښاروال د یادې خونې له غړو څخه د ښاري نظم په رامنځته کېدو او د ښار د اقتصادي ودې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. کابل ښاروال د اصنافو استازو ته ډاد ورکړ چې، د ښاري خدمتونو او د لوحو د ټکس د محصول په ورکولو، صنفي او د فعالیت جواز اخیستلو په برخه کې به له ښاري مقرراتو سره سم چلند کیږي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به شریک کار کوي