د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې اړوند سیمو کې د یو شمېر مرکزګرمیو له سیستم څخه څارنه وشوه

9 دلو 1402

11164.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي څارنو په لړ کې د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې د شپې پر مهال د هوا ککړونکې سرچينې وپلټل شوې او له سرغړونکو څخه سربېره پر دې چې اړینې سپارښتنې ور ته وشوې، ژمنه هم ترې واخیستل شوه څو هرڅه ژر د خپلو مرکز ګرمیو سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر نصب او فعال کړي. د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ډاکتر مسعود فقیر په دې اړه وویل: د کابل هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د ودانیو د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره فلټرباید فعال وي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. د دغو څارنو او پلټنو په لړ کې د یوه روغتون مسئولین چې، د مرکز ګرمۍ په سیسټم کې یې له کلینیکي کثافاتو ګټه اخیستله وپېژندل شول او دوی ته خبر داری ورکړل شو چې، د بیا ځلي سرغړونې  په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي. د طبي کثافاتو د ښه مدیریت او له هغو څخه د را پیدا کېدونکو زیانونو د مخنیوي په موخه، له دې وړاندې هم د روغتونونو مسؤلینو ته سپارښتنه شوې چې، د خپلو طبي کثافاتو په جلا کولو، ټولولو، لېږدولو او سوځولو کې جدي پاملرنه وکړي، لارښوونې عملي کړي او د چاپېریال له ککړتیا څخه ډډه وکړي