د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ - باغ بالا نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۸۲ سلنه مخته تللې دي

9 دلو 1402

11166.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، تر دې دمه (۸۲) سلنه مخته تللې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو د آمر انجنیر عزت الله ځواب په وینا؛ دغه سړک په ټولیزه توګه (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، چې د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دي.  د نوموړي په وینا اوس مهال د ژمنیو تدابیرو په نیولو سره د یاد سړک د پاتې برخې په خاورینه برخه او د غره د لمنې په هوارولو او کیندلو کار روان دی.  ښاغلي ځواب زیاته کړه چې، څه موده وړاندې د دغه سړک (۴۰۰) متره برخه قیر شوې ده او هڅه کیږي چې، هرڅه ژر یې قیر چارې هم بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې، دغه سړک څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي چې، په جوړېدو سره به یې د اړوندو سیمو ترافیکي حجم ووېشل شي