الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې له بازارونو څخه نږدې دوه ټنه بې کیفیته توکي راټول شول

10 دلو 1402

11170.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو او د قانون د ټینګښت په موخه، د پنځمې ناحیې د مسئولینو له لوري د څارنو په لړ کې د یادې ناحیې له بازارونو څخه نږدې (۲) ټنه بې کیفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې دمصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز یو شمېر لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لاملګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړولو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. په دغو توکو کې شیدې، ملايي، ترشي، د لوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیت، بیسکویټ، شامپو، صابون، ډول ډول دڅښاک غیر الکولي مواد او کچپ شامل دي. هيله ده چې ښاریان د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او دغه راز پلورونکو ته هم سپارښتنه کېږي ترڅو د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي