د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۳۷ جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو په اړه اقدام وشو

11 دلو 1402

11174.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې مسؤلینو د دې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې زرغونو سیمو ته ځانګړې شوې (۱۳۷) جریبه تر غصب لاندې ځمکې د بېرته راګرځولو په اړه اقدام کړی دی. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وويل: له غصب څخه د ځمکو د مخنیوي تخنیکي کميسيون، د تايمني پروژې، ترافيک څلولارې، بست څلورلارې، د تاجور سلطانه ښوونځي او د ميوو او ترکاري مارکېټ شاته سیمو کې (۱۳۷) جريبه غصب شوې ځمکه پېژندلې ده، چې ډېر ژر به بېرته را وګرځول شي.  ښاغلي رباني زیاته کړه، دغه ځمکې په تېرو کلونو کې د غاصبينو له خوا په بېلابېلو پلمو غصب شوې وې. دغو غاصبینو ته خبرداری ورکړل شوی چې، له غصب شویو ځمکو څخه دې د خپلو غیر قانوني تاسیساتو په پاکولو او لېږدولو اقدام وکړي، که نه نو یادې سیمې به د کابل ښاروالۍ له خوا پاکې او بیا به دوی د شکایت حق ونه لري