د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، په اوومه ناحیه کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11 دلو 1402

11176.jpg (910 × 512)

 په کابل ښار کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست لخوا د اوومې ناحيې د سيمه ييزو شوراګانو لپاره دعامه پوهاوي غونډه تر سره شوه. د اوومې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري د یادې ناحیې د اوسېدونکو په استازيتوب د دا شان غونډو ترسره کېدل، د مسؤليت منلو د کلتور د پیاوړتیا په برخه کې ګټور او اغیزمن وباله ويې ويل: د کابل ښار هوا د ککړتیا په مخنیوي او کمښت کې، موږ ټول ديني او ملي مسؤليت لرو تر څو دهوا دککړتیا سر چینې په نښه او اصلاح شي.  دغه راز د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او نورو مسؤلینو په دې اړه وویل، د لوګي تولیدونکو او د سون غیر معیاري توکو سوځول؛ زیانمن دي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، له دې امله اړینه ده چې، په کابل کې د هوا له ککړتیا سره دمبارزې په برخه کې سیمه ییزې شوراګانې له دې ادارې سره مرسته وکړي. په ورته وخت کې د يادې ناحیې د سيمه ييزو شوراګانو غړو ژمنه وکړه، چې د لوګي توليدونکو او غیر معیاري توکو له سوځولو به ډډه وکړي او د ودانیو د مرکزي ګرمیو سیسټم د لوګي د تصفیې فلټر د نصب او فعالیت د څرنګوالي په برخه کې به د کابل ښاروالۍ د چاپېريالي روغتيا او چاپېريال ساتنې ریاست له مسؤلینو سره هر اړخیزې مرستې وکړي. په دې غونډه کې هغه ویډیوګانې هم نندارې وړاندې شوې، کوم چې د سالم ښاري چاپېریال د ساتلو مسایل پکې شامل وو