د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوه ښاري پیغام

11 دلو 1402

11178.jpg (1600 × 900)

څنګه کولی شو یو با نظمه ښار ولرو؟ د نړۍ پرمختللي ښارونه د خپلو وګړو د هېواد پالنې روحیې په درلودلو پورې اړه لري چې، د بریاليتوب لوړو پوړونو ته رسیدلي دي. که چېرې زموږ هیوادوال هم قانون منونکي و اوسي، ښاري اصولو او مقرراتو ته درناوی وکړي او د کابل ښاروالۍ له مسؤلینو سره همکار او همغږي شي، نو ډېر ژر به په کابل ښار کې بشپړ ښاري نظم رامنځته شي. د لارو او سړکونو پر سر د هټیوالو له خوا د توکو ایښودل او د ګرځنده پلورونکو شتون،  د موټرو بې ځایه تم کول او د موټر چلوونکو له خوا دمتقابل درناوي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول، په کابل ښار کې د ګډوډۍ له عمده لاملونو څخه دي. په داسې حال کې چې، د اسلام د مبارک دين او افغاني کلتور له نظره؛ د عامه لارو بندول او په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کول، هیڅ مناسب کارونه نه ګڼل کیږي. که ښاریان خپلو دیني او ملي لارښوونو ته درناوی ونه کړي؛ کابل ښار کې به هیڅکله باثباته او تل پاتې نظم رامنځته نشي