د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په ۲۷م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې

12 دلو 1402

11187.jpg (1820 × 1024)

د ۱۱مې ناحیې اړوند ۲۷م ګذر د خیرخانې مېنې په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د رئیس انجنیرمیرالرحمن ناصري له خوا، په داسې حال کې چې د سیمې یوشمېر مشران او اوسېدونکي هم حاضر وو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په هغه پرانست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، دکابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس یو ځل بیا د خدمت کولو ژمنه تازه کړه او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ پروژې د متوازنې پراختیا او له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته د پاملرنې په اساس ډیزاین او پلي کیږي. نوموړي زیاته کړه: دغه فرعي سړک (۷۲۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د (۱۱.۷) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په دوه میاشتو کې په معیاري توګه بشپړې او ورسره جوخت د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ګڼ شمېر ترانسپورټي آسانتیاوې ورته رامنځته شوې دي