د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په ۱۹م ګذر کې د کوڅو کانکریټ چارې دبشپړېدو په حال کې دي

15 دلو 1402

11191.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند ۱۹م ګذر د قلعه واحد په سیمه کې د (۹) کوڅو د کانکریټ کولو چارې چې، په ټولیزه توګه (۱۷۶۲)  متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري د ژمنیو تدابیرو په نیولو، په چټکې سره روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست تر مدیریت لاندې او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ښاریانو د سېمه یېزو ستونزو د هوارۍ په موخه طرحه او پلې شوې ده، چې په بشپړېدو سره به یې د ځایي اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاسرسی ومومي