د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي پله،(میرویس میدان) څخه د کمپنې تر چوک پورې د سړک دواړو غاړو ته د پلولارو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پلې لارې په ټولیزه توګه د (۱۱۲۸۴) مترو په اوږدوالي او (۲) متره سور سره جوړېږي. د دغو پلولارو جوړول، د پلو لارویانو لپاره د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې ځانګړی اهمیت لري
د کمپنۍ سړک په اوږدو کې د پلولارو جوړولو چارې روانې دي
15 دلو 1402