الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له سړکونو او ونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي

15 دلو 1402

11196.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ دتنظیف ریاست زیارکښه کارکوونکو په شته امکاناتو سره د کابل ښار له ډیری سړکونو او پلو لارو څخه واورې پاکې کړې دي او دغه کار اوس هم دوام لري. په همدې توګه د ښار په زیانمنو برخو کې د سړکونو له ګنګل کېدو څخه د مخنیوي په موخه، مالګه او شګه هم شیندل شوې ده او په یو شمېر برخو کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره، جذب وړ سیمو ته د واورې لیږد چارې هم روانې دي. دغه راز له ونو او نیالګیو څخه د واورې پاکول بل مهم فعالیت دی چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د کارکوونکو له لوري ترسره کیږي. هیله ده چې، ښایاریان واوره په عامه ځایونو کې وا نه چوي