د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان سیمې په زیانمنو برخو کې سړکونه له واورې پاک او مالګه پرې وشیندل شوه

15 دلو 1402

11202.jpg (910 × 512)

د سړکونو له ګنګل کېدو څخه او د ترافیکي جریان له بندېدو څخه د مخنیوي په موخه د پغمان سیمې اړوند له چند بايي بازار څخه د پغمان تر عمومي باغ پورې سړکونه له واورې پاک او مالګه پرې وشیندل شوه. د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني وویل چې، د ترافیکي جریان له بندېدو څخه د مخنیوي په موخه د ژمي لپاره لازم چمتوالی لري او د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې یې په سړکونو مالګه وشیندله ترڅو په دې توګه د عامه تاسیساتو ساتنه هم وشي. ورته مهال د زرغونتیا ریاست کارکوونکو د پغمان په سیمه کې له ونو هم واوروه وڅنډله. د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د ښاریانو د سوکالۍ په موخه له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي