د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو

16 دلو 1402

11210.jpg (1820 × 1024)

د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې زیرمه کولو په موخه، د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د یادې ناحیې د مسئولینو او ځایي اوسېدونکو په ګډون د واورې پاکولو حشر ترسره شو. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې حشرکې له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د میوند واټ، باغ قاضي او پل خشتي له سیمو څخه واوره پاکه او په جذب وړ سیمو کې زیرمه شوه. نوموړي زیاته کړه چې، له دې حشر څخه موخه د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پیاوړي کول دي او ښاریان باید د خپلو بامونو واورې په سړکونو او پلو لارو کې وا نه چوي ځکه، د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو او د لارو بندېدو لامل ګرځي. د لومړۍ ناحیې د ځوانانو شورا رئیس قاري فهیم رباني زاده په دې اړه وویل: د یادې ناحیې ځوانان واوره د ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو، د سوکاله راتلونکي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه، په جذب وړ سیمو کې زیرمه کوي. د نوموړي په وینا ټولنیز او ګډ کارونه د دې خاورې له پخوانیو دودونو څخه شمېرل کیږي. ورته مهال ګډونوالو د واورې اورېدل نیک فال وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د کلتوري او سمسورتیا پلانونو په پلي کېدو کې مرسته کوي