د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست یو شمېر کارکوونکو ته د ترفیع کارتونه ووېشل شول

16 دلو 1402

11212.jpg (1820 × 1024)

له تثبیت او د ریاست الوزرا محترم مقام له منظورۍ وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست یو شمېر کارکوونکو ته د ترفیع کارتونه د ودانیزو چاور د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوري ووېشل شول. په دې مراسمو کې د ودانیزو چارو مرستیال کارکوونکو ته د ترفیع له امله مبارکي وویله او دوی ته یې د لوی خدای ج له دربار څخه د لا ډېرو بریالیتونو غوښتنه وکړه. ښاغلي یاسر وویل چې، دې کارکوونکو ته تر ټاکل شوي قانوني وخت او اروزنې وروسته چې، د ترفیع وړ ګڼل کېدل، کارتونه ووېشل شول. د یاد ریاست کارکوونکو د لا ډېرو خدمتونو کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د ښاري زیربناوو جوړولو، د لویو پروژو پلي کولو او نورو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به تر پخوا ډېره هڅه کوي