د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست سره د ۸ زره لیتره ډیزل تېلو مرسته وکړه

16 دلو 1402

11214.jpg (1200 × 675)

 دغه (۸) زره لېټره ډیزل تېل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال محمد یونس موند له لوري د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني ته وسپارل شول. ښاغلي مومند د کابل ښاروالۍ د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: دغه تېل د یو شمېر پانګوالو او سوداګرو له لوري له کابل ښاروالۍ څخه د ملاتړ په موخه ډالۍ شول او په راتلونکې کې به هم یاده خونه له دې ادارې سره خپل مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د یادې خونې له دغې مرستې مننه وکړه او ویې ویل: د تنظیف ریاست کارکوونکي د ښار د پاکوالي په برخه کې نه ستړېکېدونکې هڅې کوي او اړتیا ده چې پانګوال او ټول ښاریان د دوی ننګه او ملاتړ وکړي. نوموړي زیاته کړه: مرسته شوي تیل به د ښار د پاکولو په برخه کې د تنظیف ریاست له لوري وکارول شي. د يادونې وړ ده، چې په دغو مرستو کې د احمديار، يما، سليمان خېل، عزت الله، مومن او يونس ارمان د تېلو وارداتي شرکتونو برخه اخيستې ده