د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د غصب شویو زرغونو سیمو د بیرته ګرځولو لړۍ دوام لري

17 دلو 1402

11217.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحيې مسؤلينو د یادې ناحیې اړوند سیمو کې غصب شوې زرغونې سیمې او پلې لارې بېرته راګرځولې او دغه لړۍ دوام لري. د دې ناحیې د مسؤلینو په وينا، په دې وروستيو کې په زرغونو سیمو او پلولارو کې د غاصبينو لسګونه ناقانونه تاسيسات ويجاړ او پاک شوي او دغه لړۍ به تر هغه دوام وکړي، چې غصب شوې سيمې په بشپړ ډول بېرته ترلاسه شي. زرغونې سیمې او پلې لارې عام ملکیتونه دي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړل شي چې شخصي ګټه ترې پورته کړي. د یادې ناحیې په بېلابېلو برخو کې به د پاتې غصب شويو زرغونو سيمو د بېرته راګرځولو لپاره لا زيات اغېزمن او ګټور ګامونه پورته شي. دغه راز په پلولارو کې د هټیوالو او نورو ښاریانو له خوا جوړ شوي خنډونه او نا قانونه تاسیسات به هم ویجاړ شي