په دریمه ناحیه کې د سیلو دویم سړک چې، (د تونسونو په کوڅه) مشهوره ده، د دویمې طبقې د قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانستل شو چې د ښاریانو د خوښې وړ وګرځید. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د مسؤلينو په وینا، د پلولارو او لښتي په ګډون دغه سړک په ټولیزه توګه ( ٣٧٥) متره اوږدوالى او ( ٢٢) متره سور لري . د دغه سړک په جوړېدو سره د ور څېرمه سیمو په ځانګړې توګه د سیلو د دریم او څلورم سړک د ترافیکو حجم ویشل کیږي او د سیمې اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي
د سیلو د دویم سړک قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو
17 دلو 1402