الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه، د واورې زیرمه کول دوام لري

17 دلو 1402

11221.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو او یو شمېر ښاریانو له لوري د اوبو له کمښت څخه د مخنیوي په موخه، په جذب وړ سیمو لکه؛ ګلدانونو او زرغونو سیمو کې د واورې زیرمه کول دوام لري. کابل ښاروالۍ له وړاندې ښاریانو ته پوهاوی ورکړی وو چې، که چېرته د خپل کور په انګړ کې د یوه متر په قطر او د (۶) مترو په ژوروالي سره یوه څاه وکیندي او بیا هغه ته د واورې او باران اوبه ور خوشې کړي، د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې او د اوبو کچه لوړیږي. هیله ده چې، د واورې او باران اوبو د زیرمه کولو په برخه کې فرصت له لاسه ورنه کړو او یو بل ته په لاس ورکولو سره، د اوبو له کمښت څخه د خپل راتلونکي نسل د خلاصون لپاره، خپل ملي او دیني مسئولیت ادا کړو