د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اوومې ناحیې له اداري دفترونه څخه لیدنه وکړه

19 دلو 1402

11223.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اوومې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه او د چارو د چټکتیا او د ښو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې ورکړې. دغه راز کابل ښاروال د یادې ناحیې د مسؤلینو کړنې و ارزولې او ټینګار یې وکړ چې، د ښاري چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره لا زیات کار ته اړتیا ده. مسؤلین باید د ښاریانو په چوپړ کې و اوسي، له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او له پوره ایماندارۍ او صداقت څخه برخمن وي. نوموړي وویل چې، له مسوولینو سره به د مکافاتو او مجازاتو له اصولو سره سم چلند کېږي، د خپلو دندو په ترسره کولو کې ځنډ او غفلت ونه کړي، ځکه په دندو کې بې پروايي او غفلت، د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو ته د منلو وړ نده. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د اوومې ناحیې د ښاري نظم، د ښاري خدمتونو د محصول د راټولولو، د غصب شویو سیمو د بېرته راګرځولو، پر وخت د پاکولو او زرغونتیا خدمتونو، له ښاري سیمو څخه د غوره کټې اخیستنې او د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د یادې ناحیې مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې