د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بهرنیو ژبو لیکل شوې لوحې پاکې او راټولې شوې

19 دلو 1402

11225.jpg (1820 × 1024)

د لوحو، اعلانونو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون له لوري له انصاري تر طره بازخان څلورلارې پورې د سړک په اوږدو کې په بهرنیو ژبو لیکل شوې او یا هغه لوحې چې، د ښار بڼې ته یې زیان رسولی وو راټولې او پاکې شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: د لوحو او اعلانونو د اصلاح  کولو په لړ کې هغه لوحې او تابلوګانې چې، په بهرنیو ژبو لیکل شوې وې او یا هم پکې غیر شرعي انځورونه او ناسم متن لیکل شوی وي او په نامناسبو ځایونو کې نصب شوې وې، راټولیږي. هغه کلیمې چې، په ملي ژبو کې نه وي له دې امر څخه مثتثنی دي. نوموړي وویل چې، سرغړونکو ته جدي لارښوونه شوې ترڅو هرڅه ژر، د اصلاحاتو له لارښود سره برابر چلند وکړي؛ له دې پرته به ورسره قانوني چلند وشي.  کابل ښاروالي د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون د غړي په توګه د ښار په کچه خپلو فعالیتونه پراخوي او په دې برخه کې جدي کار کوي