الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پُل باغ عمومي تر فروشګاه سیمې له پلو لارو خنډونه پاک شول

19 دلو 1402

11227.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم د ټینګښت په موخه د دویمې ناحیې د مسئولانو له لوري له پُل باغ عمومي تر فروشګاه سیمې پلې لارې له هر ډول خنډونو پاکې شوې. د دویمې ناحیې د مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي په وینا؛ د ښاري نظم د ټینګښت او د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یو شمېر غرفې او ګرځنده کراچۍ چې، عامه لارې یې بندې کړې وې، پاکې او بديلو ځایونو ته ولېږدول شوې. نوموړي زیاته کړه چې، یو ځل بیا فعالیت کوونکو ته په ټینګار سره وویل شوې څو، په پلو لارو او سړکونو کې د خنډونو رامنځته کولو سبب ونه ګرځي. هېڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي څو، په بېلابېلو پلمو ښاري نظم ګډوډ او یا هم عامه لارې بندې کړي