الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې اړوند سیمو کې د غصب شویو ښاري سیمو د بېرته را ګرځولو لړۍ جریان لري شوې

19 دلو 1402

11229.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې غصب شوې پلې لارې او زرغونې سیمې له غصب بېرته راوګرځولې او دغه لړۍ روانه ده. د یادې ناحیې دمسئولینو په وینا؛ په دې وروستیو کې له پلو لارو او زرغونو سیمو څخه د غاصبانو لسګونه ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ شوي، او دا لړۍ به تر هغه دوام ومومي ترڅو غصب شوې سیمې په بشپړه توګه بېرته راوګرځول شي. د یادې ناحیې په بېلابېلو برخو کې د پاتې غصب شویو زرغونو سیمو د بېرته راګرځولو په موخه به لا اغېزمن او ګټور ګامونه واخیستل شي. دغه راز د هټیو مخې ته او په پلو لارو کې جوړ شوي نا قانونه تاسیسات او نور خنډونه به هم له منځه یوړل شي او اوس مهال ښاري سیمې د مسؤلینو تر څارنې او کنترول لاندې دي. پلې لارې او زرغونې سیمې عام ملکیتونه دي او هېڅ څوک حق نلرې چې شخصي ګټه ترې پورته کړي