الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ده افغانانو په سيمه کې د يوه سوداګريز مارکېټ د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

19 دلو 1402

11231.jpg (1820 × 1024)

د دويمې ناحيې اړوند د ده افغانانو په سيمه کې د يوه سوداګريز مارکېټ د جوړېدو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په ګډون او مرسته پيل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. دغه مارکېټ په (۳۳۱) متره مربع ځمکه کې چې، د کابل ښاروالۍ ملکیت دی، په شپږو پوړونو کې د اقتصادي ودې په موخه په معیاري او عصري ډول جوړ شوی دی. د تړون له مخې، خصوصي سکتور به د ياد شوي مارکېټ د ودانۍ په بدل کې کابل ښاروالۍ ته د درېيو کلونو لپاره، هره میاشت (٥١٥٠٢٨) افغانۍ دولتي کرايه ورکوي، چې په کال کې به (٦١٨٠٣٣٦) افغانۍ د کابل ښاروالۍ حساب ته ولېږدول شي. د یادونې وړ ده چې، درې کاله وروسته به د یاد مارکیټ قرارداد د کابل ښاروالۍ له خوا نوی شي