د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په تورخم سیمه کې د پنډ غالي د احاطې چارې بشپړې شوې

19 دلو 1402

11233.jpg (1820 × 1024)

له پاکستان څخه هېواد ته د بېرته را ستانه شویو هېوادوالو لپاره په تورخم سیمه کې د ( عمري پنډغالي) د احاطې جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې، د یو شمېر ادارو رئیسانو او مسئولینو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل ښاروالۍد ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال په دې اړه وویل: دا پنډغالی په (۲۳۸.۶۳) جریبه ځمکه کې د کابل ښاروالۍ د انجنیرانو له لوري ډیزاین شوی او د بېلابېلو ادارو، ملي سوداګرو او بهرنیو موسسو په مرسته چې، په هغه کې د ژوند ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي له پاکستان څخه د بېرته راستانه شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه جوړ شوی دی. د یاد پنډغالي احاطه د (۵۰۳۲) مترو په اوږدوالي او۳,۲) مترو په لوړوالي سره د کابل ښاروالۍ له لوري د آریانا جوهر شرکت په مرسته له جال او (۲۵۰۳) اوسپنیزو ستنو څخه په ګټه اخیستلو د څه باندې (۱۶) میلیونه افغانو په لګښت جوړ شوی چې، قراردادي شرکت هم د پروژې د پلي کېدو په مالي لګښت کې  خپل دیني او ملي مسئولیت ادا کړی دی