الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحيې يو شمېر اوسېدونکو د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا په موخه واوره زېرمه کړې ده

21 دلو 1402

11236.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د اوبو له کمښت څخه د مخنیوي په موخه، واوره په جذب وړ ځایونولکه، زرغونو سیمو او څاه ګانو کې زېرمه کړې ده. دیادې ناحیې  رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وويل: مخکې ښاریانو ته پوهاوی ورکول شوی و چې، د خپل کور په انګړ کې دې یوه څاه وکیندي او د باران اوبه او واوره دې پکې زيرمه کړي، تر څو د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې او د اوبو سطحه لوړه شي، چې له نېکه مرغه د دې ناحیې د ۱۶م ګذر اړوند د کلوله پشتې سیمې اوسېدونکو له (۱۰)  څخه تر (۲۶) مترو په ژوروالي (۳۰) څاه ګانې کیندلې، چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه یې ستاینه او قدرداني کوي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د واورې او باران د اوبو د زېرمه کولو فرصت له لاسه ورنکړي او د خپل ځان او راتلونکي نسل لپاره د اوبو له کمښت څخه د مخنیوي په موخه، خپله دیني او ملي ونډه ترسره کړي