د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

څه باندې ۶ ټنه د تلې (ترازو) غیر معیاري ډبرې راټولې او ولیږدول شوې

21 دلو 1402

11238.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مسؤلینو په دې وروستیو کې د کابل ښار له بازارونو څخه د څارنې او کنټرول په ترڅ کې، له هټیوالو څخه تر ۶ ټنو زیات کم وزن لرونکې د تلې (ترازو) ډبرې راټولې  او د له منځته وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته ولېږدولې. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: د تلې (ترازو) ډبرې باید معیاري وي او هټیوال باید خپل توکي په ټاکلي وزن سره وپلوري، له دې پرته به سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ شي. ښاغلي انصار زیاته کړه، اوس مهال يو شمېر هټيوال د خپلو توکو د پلورلو لپاره له زړو تلو ( ترازوګانو) او غیر معیاري ډبرو څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې نور يې برېښنايي يا ډيجيټلي تلې (ترازو) کاروي، چې د دوی د کارولو څرنګوالی به د اصولو او مقرراتو له مخې وڅارل شي