د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتمه ناحیه کې ددوو فرعي سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

21 دلو 1402

11240.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دوه ویشتمې ناحیې په ۳م او ۵م ګذر د حسین خیلو سیمه کې د دوه فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له لوري په داسې حال کې چې، د یادې ناحیې رئیس مفتي سمیع الله سعید او ځایې مشرانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو رئیس په دې اړه وويل: د هغو سيمو اوسېدونکو ته چې له ښاري آسانتياوو څخه بې برخې دي د خدمتونو د وړاندې کولو پياوړي اراده لري او په راتلونکي کې به ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په کچه طرحه او پلي شي. نوموړي زیاته کړه، په ۳م ګذر کې فرعي سړک (۸۵۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، د (۵۰) مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال او لښتیو په ګډون د (۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، او همدا راز په ۵م ګذر کې فرعي سړک، (۱۰۰۵) متره اوږدوالی او (۴.۵) متره سور لري چې، د (۶۵۰) مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال او لښتيو په ګډون د( ۹.۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د (۳) میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. ورته مهال د دوه ویشتمې ناحیې رئیس وویل: د دغو سړکونو په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو ډیری ښاري ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو او سیمه ییزو آسانتیاوو ته یې لاس رسی موندلی ده. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو سړکونو ساتنې ته په جدي توګه پام وکړي