الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال - لوېدیځ نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

21 دلو 1402

11242.jpg (1820 × 1024)

 د قرغې سړک له لوري د کابل شمال - لوېديځ نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسؤلینو په وینا، د خنډونو د پاکولو سربېره، د دغه سړک د پاتې بنسټیزو برخو په جوړولو هم کار روان دی. دغه سړک چې، له ذاکرین ښارګوټي څخه د قرغې تر سړک پورې غځېدلی دی، (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، چې څه موده وړاندې د بنسټیزو برخو له جوړیدو وروسته، د دغه سړک یوه کرښه چې، (۳) کیلومتره اوږدوالی لري قیر چارې یې بشپړې شوې او د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې یې له ژمنیو تدابیروسره له ځنډه پرته دوام لري ترڅو قیر کولو ته چمتو شي