د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اوس مهال د خپلو اړوندو قوریو او شنو خونو له لارې د دوه میلیونه بېلابېلو نباتي بوټو پالنه او روزنه کوي. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: له دې بوټو څخه به یو میلیون او شپږ سوه زره د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو په موسم کې د ښار په بېلابېلو برخو کې کېنول شي چې، له ډلې يې يو ميليون بوټي مرسل ګلان او شپږ سوه زره زینتي او میوه لرونکي نيالګي دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا شل شنې خونې او معیاري قوریې لري، چې تر ټولو مهمه یې د پغمان په سیمه کې یوه قوریه ده
د دوه میلیونه بېلابېلو نباتي بوټو روزنه او پالنه روانه ده
21 دلو 1402