الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې د بازارونو نظم وڅارل شو

22 دلو 1402

11246.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا د خوندي کولو، د نرخنامې د تطبیق، د نانوایانو د چاپېریال پاکوالي او د خوراکي او  غیر خوراکي  توکو  د مصرف د نېټې څرنګوالي په موخه، د څلورمې ناحیې له بازارونو څخه څارنه و شوه او سرغړونکي تادیب شول.  د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وویل: سرغړونکو ته یې لازمې سپارښتنې کړي او د کابل ښاروالۍ له ټاکل شوې نرخنامې او نورو مقرراتو څخه د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند وشي. دغه راز هټیوالو ته سپارښتنه شوې، ترڅو انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. همدا شان نانوایانو ته خبرداری ورکړل شوی چې، د خپل فعالیت په سیمه کې د چاپېریال پاکوالي ته پام وکړي او د وچې ډوډۍ خرڅلاو باید د ټاکل شوي وزن او ښه کیفیت له مخې وي