الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي

22 دلو 1402

11252.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې سړک د پلو لارو او ګلدانونو د جوړولو چارې روانې دي. د یاد سړک پلې لارې ٤.٥ متره او ګلدانونه يې ١.٥ متره سور لري چې، د سړک مهمې برخې ګڼل کیږي. د اتمې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني په وینا؛ دغه سړک په ټولیزه توګه ٣٣٠٠ متره اوږدوالی لري چې، له ستانکزي بلاکونو څخه تر هېوادوال بلاکونو پورې د یو کیلو متر په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په سور سره په دوه لیکو کې او له هېوادوال بلاکونو څخه د اتمې امنیتي حوزې په لور یې د یوې لیکې قیر چارې بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د کارته نو سړک پر لور د (۱۱.۲ او ۱۲.۵) مترو په سور سره د پاتې برخې کار روان دی ترڅو، قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک جوړېدل د اتمې ناحیې د اوسېدونکو پخوانۍ هیله وه چې، د پوره کېدو په حال کې ده