د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه حیدر سیمې د جغل له کان څخه د سړکونو په بنسټیزو چارو کې ګټه اخیستل کیږي

23 دلو 1402

11254.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د سړکونو په بنسټیزو چارو کې د قلعه حیدر سیمې د جغلو له کان څخه ګټه اخلي. د یاد ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه کان د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري چې، هره ورځ شاوخوا (۸۰۰) متر مکعب سب بیس او (۲۰۰) متر مکعب بولدر مواد تولیدوي. له دغو موادو څخه د کار، ساتنې او مراقبت ریاست اړوند سړک جوړونې په پروژو کې ګټه اخیستل کیږي. اوس مهال هم د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک په لویه پروژه کې چې، ذاکرین ښارګوټی د قرغې له سړک سره نښلوي د یاد کان له موادو څخه ګټه اخیستل کیږي او د لیږدولو چارې یې روانې دي. سب بیس مواد له ۱ څخه تر ۲۵ ملي مترو او بولدر مواد له ۲۵ څخه تر ۶۵ ملي مترو پورې اندازه لري چې، د سړک په مهمو برخو کې کارول کیږي