الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د افغانستان د خبریالانو د یووالي ټولنې له خوا وستایل شو

23 دلو 1402

11258.jpg (1820 × 1024)

د افغانستان د خبریالانو د یووالي ټولنې له خوا، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د غوره ښاري مدیریت له امله د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شو. د یادې ټولنې رئیس محمد ابراهیم امرخیل په خپلو خبرو کې د برابرې پراختیا، با ثباته ښاري نظم، د قانون د حاکمیت او نورو ښاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د کابل ښاروال له بې درېغه او نه ستړې کېدونکو هڅو مننه وکړه او د دې لویې خدماتي ادارې کارکوونکو ته د لا ډېرو بریالیتونو غوښتونکی شو. ورته مهال کابل ښاروال ښاریانو ته د خدمت کولو په برخه کې خپله ژمنه بیا تازه کړه او د افغانستان د خبریالانو د یووالي ټولنې مسئولینو ته یې د کابل ښاروالۍ د پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د ښار او ټولنې په آبادۍ کې یې د رسنیو رول مثبت او ګټور وباله. نوموړي د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس او د افغانستان د خبریالانو د ټولنې له پخوانیو مرستو څخه مننه وکړه او  د کابل ښاروالۍ او رسنیو تر منځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا او ښې همغږۍ ټینګار وکړ