د اتمې ناحيې د مسؤلينو د هلو ځلو له امله، د یادې ناحیې په بېلا بېلو سیمو کې لسګونه غصب شوې زرغونې سیمې او پلې لارې بېرته را وګرځول شوې او دغه کار دوام لري. د اتمې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني په وینا؛ په دې وروستيو کې د دې ناحیې د دوه سوه فامیلیو په زرغونو سیمو او پلولارو کې د غاصبينو ناقانونه جوړ شوي تاسيسات ویجاړ شوي او په راتلونکو ورځو کې به پاتې سيمې هم د عملياتي پلان تر پوښښ لاندې ونيول شي. نوموړې زیاته کړه، یو شمیر فرصت غوښتونکو چې، د تېرو کلونو په بهير کې یې زرغونې سیمې او پلې لارې غصب کړې او په ناقانه تو ګه یې د تاسیساتو په جوړولو سره ښاري سر غړونې تر سره کړې وې هم رسېده وشوه
لسګونه غصب شوې زرغونې سیمې او پلې لارې بېرته راوګرځول شوې
24 دلو 1402